هرات ته د پوهنې وزير سفر دريم ريپوټ
ډاكټر محمد ميرويس بلخي د هرات ولايت د دارالايتام بشيري خصوصي عالي لېسې څخه ليدنه وكړه.
پوهنې وزارت – هرات: ډاكټر محمد ميرويس بلخي هرات ولايت ته د يوه رسمي سفر په ترڅ كې د ياد ولايت د دارالايتام عبدالظاهر بشيري خصوصي عالي لېسې څخه ليدنه وكړه او له زده كوونكو سره يې خبرې اترې وكړې.
د پوهنې وزير د يادې لېسې له بيلابيلو برخو څخه چې زر تنه يتيمان زده كوونكي پكې زده كړې كوي ليدنه وكړه.
ښاغلي بلخي ددغه ليسي له زده كوونكو سره په ليدنه كې له دوى څخه وغوښتل ترڅو په خپلو زده كړو كې زيار وباسي او د پوهنې وزارت له مرستو څخه يې دوى ته ډاډ وركړ.
د يادونې وړ ده، چې دغه دارالايتام د ۳۰۰ تنو زده كوونكو د ليليې په درلودو سربيره د زده كړو لپاره پوره آسانتياوې او د ورزشي لوبو امكانات لري.
