پرفیسور سکینه یعقوبي د پوهنې له وزیر سره په لیدنه کي د ښوونې او روزنې پراختیا په ملاتړ ټینګار وکړ
پوهنې وزارت- کابل: پرفیسور سکینه یعقوبي د پوهنې له وزیر ډاکترمحمدمیرویس بلخي سره په لیدنه کي په ټول افغانستان کي د ښوونې او روزنې خدمتونو د پراختیا په ملاتړ ټينګار وکړ.
په دي لیدنه کي چي پوهنې وزارت کي تر سره شوه ډاکتر بلخي د ښوونې او روزنې په برخه کي د فروفیسور سکینه یعقوبي په مشري د افغان تعلیمي انستیتیوت له همکاریو څخه خوښي وښوده او د افغان ماشومانو زده کړي په ګټه دګډو همکاریو د پیاوړتیا غوښتونکي شو.
آغلي سکینه یعقوبي په دي لیدنه کي د پوهنې وزیر له ګټورو کارونو او په یاد وزارت کي د اصلاحاتو د راوستلو څخه ستاینه وکړه او پوهنې وزارت سره يي د افغان تعلیمي انستیتیوت د پياوړي او دوامداره ملاتړ خبر ورکړ.
د یادوني وړ ده چي د آغلي سکینه یعقوبي په مشري افغان تعلیمي انستیتیوت د هیواد په ۱۶ ولایتونو کي فعالیت لري او د ښوونې او روزنې له وزارت سره یي د پنځه کالو لپاره د نیم میلیونو ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک کړي چي د ښوونکو لپاره د نوي او غوره ښوونېزو میتودونو په هدف روزنیز کورسونه مخ ته وړي.
