په دایکنډي ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۳:۲۱
21

د دایکنډي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د "دریای هلمند" د نوي ښوونځي د جوړېدو چارې بشېړې او د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، علماوو او د سیمې د قومي مخورو په حضور کې ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار وويل: د یاد ښوونځي په جوړېدلو څه د پاسه يو ميليون او ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلى، چې د دغه ولسوالۍ د پوهنې مينه والو له خوا ورکړل شوى دى.

د نوموړي په ​​ويناء، د ښوونځي دغه ودانۍ له اړینو ملحقاتو سره ٨ درسي ټولګي لري، چې په پاخه او اساسي ډول سره جوړه شوې ده.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د دايکنډي ولايت د خلکو د مرستو او همکاريو هرکلى او مننه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱
Background image

پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۹۶ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند بي‌بي عایشه صدیقه «رضی‌الله‌عنها» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۴ میلیونه افغانیولګښت سره جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS