په زابل کې د دیني مدارسو مدرسینو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیز پروګرام ترسره شو
د زابل ولایت دایچوپان ولسوالۍ اړوندو دیني مدارسو۷۰ تنو مدرسینو لپاره یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
د یادې برنامې اساسي موخه د مدرسینو د مسلکي وړتیاوو لوړول او په دیني مدارسو کې د تدریس د لارو چارو معیاري کول دي.
