په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بیارغولو چارې پای ته ورسېدې
![214](/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-16_at_11.11.11_am_1.jpeg)
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د « جلیل سنگ سرخ » ښوونځي ودانۍ له بیاځلي رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي د پرانیستې په مراسمو کې، د دغه ولایت د پوهنې ریاست پر مسئولینو سربېره د جاغوري ولسوالۍ د پوهنې آمر، علماوو او قومي مخورو هم حضور درلود.
د پوهنې رياست مسئولين وايي: د ياد ښوونځي په بيارغونه کې د خونو پلستر کول، د دفترونو او کنفرانسونو تالار کې کاشي لګول، د پخلنځي رغونه او د ښوونځي د مېزونو او څوکیو ترميم شامل وو.
د مسئولينو په وينا: پر يادې پروژې نیږدې يو ميليون افغانۍ لګښت راغلى، چې د جاغوري ولسوالۍ د معارف دوستو خلکو له لوري ورکړل شوى او د پوهنې رياست په یاده برخه کې د خلکو له همکاریو مننه او قدرداني کوي.
دیني علماوو د ټولنې په فردي او ټولنیز جوړښت کې د پوهنې پر رول او اهمیت د خبرو پر مهال د پوهنې او ښوونیزو بنسټونو سره د خلکو همکاري اړینه وبلله او هغوی یې په دې لاره کې همکاریو ته وهڅول.