په غور ولایت کې د ښوونیزو بنسټونو مسئولینو لپاره د وړتیا لوړونې ښوونیز سیمینار پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۰:۴۲
hgfds

د غور ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنیزو بنسټونو د ۸۶۶ تنو مسئولینو، د کیفیت تضمین آمریت کارکوونکو، مدیرانو او غړو لپاره د ارقامو او احصائیوي معلوماتو د راټولولو په برخه کې د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار جوړ شو.

یاد سیمینار د پوهنې وزارت د احصائيې رياست لخوا د دغه رياست د رئيس مولوي بسم الله نعماني په مشرۍ او د ياد ولايت پوهنې رئيس مولوي حفيظ الله محفوظ په ګډون پيل شو.

په پیل کې د غور ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د احصائیې ریاست پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د کارکوونکو مسلکي کولو او د هغوی د وړتیا لوړولو په برخه کې د سیمینارونو پر اهمیت خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل، چې له خپلو زده کړو مهارتونو څخه په ورځنیو رسمي چارو کې د مطلوبو احصائیو راټولولو لپاره اعظمي ګټه پورته کړي.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د احصائيې رئيس مولوي بسم الله نعماني هم غور ولايت ته د خپل رسمي سفر په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې د دغه سیمینار له پیلولو څخه یې اساسي موخه، د پوهنې بنسټونو د مسئولینو د وړتياوو لوړول دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه پروګرام په یو وخت د غور ولایت په ټولو ولسوالیو کې په لاره اچول شوی او درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

لوګر ولایت کې یوه ښوونځي ته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت دوې درسي خونې جوړې شوې

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار ده‌مغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ده‌مغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره شاوخوا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ ترمیم شوه

د پکتیکا ولایت چهاربران ولسوالۍ اړوند د سپینه عالي لېسې ودانۍ، چې دهلېزونه او درسي ټولګي هم پکې شامل دي، د سیمې د خلکو په مرسته د ۸۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم او رنګ شوې ده.
د یاد ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

BACK TO NEWS