په غور کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د سبزوار منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ به د دوو جریبو ځمکې په ساحه کې د ولسوالۍ د پوهنېدوستو خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړه شي، چې ۱۰ درسي ټولګي او یوه اداري خونه به ولري.
