په هرات ولایت کې د ښوونځیو مسئولینو لپاره ورکشاپ پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۵۴
104

د "اغېزمنې زده‌کړې ترویج" تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړولو پنځه ورځنی ورکشاپ، د هرات ولایت د ښار او زنده‌جان، رباط سنګي او غوریان ولسوالیو د ښوونځیو د ۸۵ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره پرانیستل شو.

د هرات ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر وویل: "د داسې پروګرامونو پیل د ښوونکو تدریسي کیفیت په لوړولو کې کلیدي رول لوبوي او ګډون‌وال دنده لري، تر څو د تدریس په برخه کې له دې تعلیمي پروګرامونو څخه ترلاسه شوي مهارتونه او تجربې پلي کړي."

د یادونې وړ ده چې یاد ورکشاپونه د پوهنې سره همکارو بنسټونو لخوا تمویل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د خدماتو ریاست لپاره ۱۴۰ قلمه وسایلو او تجهیزاتو تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ښوونیزو پایلو آرشیف کولو لپاره د ۲۰۰ پایو فلزي الماریو تهیه کولو او پېرودلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۵۹
Background image

فاریاب ولایت کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند د جوق‌ها لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د جوړولو پروژه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ۱۶.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه،. . .

BACK TO NEWS