پکتیکا کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

پوهنې وزارت، پکتیکا: د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ اړوند د قره خیلو د نجونو منځنې ښوونځي نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۲۶،۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې ۱۲ ټولګي، ۴ اداري خونې او نوري ښوونیږي آسانتیاوي لري، چې د سیمې سلګونو نجونو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپیریال برایر شوِي دي.
د پکتیکا د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال صالح محمد مظفر د ښوونځي په جوړیدو خوښي وښوده، له زده کوونکو او د سیمې له اوسېدونکو يې وغوښتل، چې ساتلو ته يې جدي پاملرنه وکړي او همداراز د سیمې له خلکو يې وغوښتل، چې د بې سوادۍ او جهالت له منځه وړلو لپاره خپلې لوڼې او خویندې زده کړو ته پرېږدي.
همدارنګه د سیمې مشرانو د پوهنې ریاست له هلو ځلو مننه وکړه او د پوهنې ریاست له مشر تابه یې وغوښتل، چې د دې سیمې زده کوونکو ته د ښوونیزو خدمتونو په برابرولو کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.