کابل ولایت کې د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت څو بابه ښوونځي بیاورغول شول

د کابل ولایت پوهنې ریاست، د تعلیمي شوراګانو او خیریه بنسټونو په همکارۍ، د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت، د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ د درې بابه ښوونځیو ودانۍ بیاورغولې او هم یې ورته د څښاک پاکو اوبو څاګانې چمتو کړې.
په دغو پروژو کې، د قلعه وزیر عالي لېسې بیارغونه او ترمیم، د الوخیل عالي لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه او د شهید محمد عارف ظریف عالي لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي سیسټم رامنځته کول شامل دي.
د پوهنې وزارت، د تعلیمي شوراګانو او خیریه بنسټونو څخه د ستاینې ترڅنګ، په هېواد کې د تعلیمي مرکزونو له ښوونکو او کارکوونکو څخه غوښتنه کوي، چې د خپلو تعلیمي مرکزونو د ودانیو او شتمنیو په ساتنه او سمه توګه کارولو کې جدي هڅې وکړې.