یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ کې دریو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۱۰:۴
یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ کې دریو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

د پوهنې وزارت ـ خوست: د خوست ولایت د یعقوبیو اوصبریو ولسوالي کې دلاغړ، عقبۍ او تور تنګي ښوونځیو د نویو ودانیو د جوړېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د نوموړو ښوونځیو ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۲۰ میلیونه ۵۵۳ زره افغانیو په مجموعي لګښت د ولسي تړون د اقراء برنامي په چوکات کې د یو کال په موده کې جوریږي، چې دلاغړ کلي ښوونځي ودانۍ به ۸ درسي ټولګي، دوي اداري خونې،د عقبۍ ښوونځي ودانۍ ۱۲ درسي ټولګي، دوي اداري خونې او د تور تنګي ښوونځي ودانۍ۱۰ درسي، دوي اداري خونې او نورې اړوندې تولې ښوونیږي آسانتیاوي ولري.
د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ قومي مشرانو هم د یادو ښوونځيو د رغنیزو چارو له پیل خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره له معارف سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

BACK TO NEWS