یوې افغانې میرمنې د لوګر له یوه ښوونځي سره مرسته کړې ده

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۲ - ۱۵:۴۴
یوې افغانې میرمنې د لوګر له یوه ښوونځي سره مرسته کړې ده

د پوهنې وزارت لوګر: د لوګر ولایت د نجونو له یوه ښوونځي سره د یوې افغانې میرمنې له لوري د ۳۸ قلمه بیلا بیلو اړینو توکو مرسته شوې ده.

دغه مرسته د زهرې باقي په نوم یوې امریکایي میشتې افغانې میرمنې کړې ، چې ۵ زره امریکایي ډالره ارزښت لري.

په دې مرسته کې درسي توکي، د زده کوونکو جامې، ټیکري، بوټونه، د کتابونو بیکونه، د بریښنا جنراتور، نیالګي، د اوبو واټر پمپ او د اوبو ایستلو سیستم وسایل شامل دي.

مرسته شوي نیالګي د ښوونځي په انګړ کې کېنول شوي دي، چې میوه لرونکي، غیر میوه لرونکي او زینتي نیالګي دي.

د دغې مرستې تر څنګ یاد ښوونځي ته د واټر پمپ پر مټ د اوبو ایستلو سیستم هم جوړ شوی، چې د ښوونځي ټولو برخو ته اوبه ورکوي.

دغه راز د ښوونځي انګړ د کنډوکپر برخې هم د یادې میرمنې په مرسته هوارې شوي او هم ورته پلي لارې جوړې شوې دي.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یادې میرمنې په شوې مرستې خوښي څرګنده کړه او دایې لویه مرسته وبلله.

هغه زیاته کړه، چې په دې مرستې سره د یاد ښوونځي د سلګونو زده کوونکو د درسي توکو، د ښوونځي جامو، ټیکریو او بوټونو ستونزه حل شوې ده.

د یادونې وړده، چې دغې میرمنې په تېرو کلونو کې هم د یاد ښوونځي له ښوونکو او زده کوونکو سره د درسي توکو مرستې کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS