All News
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
پروان
پروان ولایت د چاریکار ښار د ښوونځیو ۲۰۰ یتیمو او بېوزلو زده کوونکو ته خوراکي توکي، قرطاسيه، جامې او ۱۴۰۰ افغانۍ د یونیفورم جوړونې په هکله نغدې مرسته ورسره وشوه.
د یادونې وړ ده. . .
د بلخ ولایت سرپرست والي د مرکزي دارالایتام څخه لیدنه وکړه
د بلخ ولایت سرپرست والي الحاج محمد یوسف وفا د دې ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل شهید خیل سره یو ځای د یاد ولایت د ابو هریره (رض) له مرکزې دارالایتام څخه لیدنه وکړه.
د بلخ. . .
د میدان وردګ ولایت په عمر ولي لېسه کې دوه درسي خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د پوهنې له سپېڅلې کاروان سره د خلکو د مرستو په لړ کې دا ځل د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د عمر ولي په لېسه کې دوه درسي خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته. . .
د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ د څېړنیزو همکاریو په موخه غونډه ترسره شوه
د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارتونو د څېړنې او تألیف او ترجمې ریاستونو تر منځ د څېړنیزو، ښوونې او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې د پوهنې وزارت. . .
د پوهنې وزارت خبرتیا
د لوی اختر د رارسېدو او د هوا د ګرمېدو له امله، په ټول هېواد کې د سړو سیمو ښوونځیو د څلور نیم میاشتنیو ازموینو په تړاو د پوهنې وزارت د مقام د لاندې پرېکړې پر اساس د ښوونځیو مسئولینو،. . .
له میدان وردګ ولایت څخه د پوهنې لنډ خبرونه
د میدان وردګ ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د ښوونیز وضعیت د څېړلو په موخه جلریز ولسوالۍ ته د کاري سفر پر مهال د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمریت له چارو څخه څېړنه وکړه.
د پوهنې. . .
په فراه ولایت کې د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ د شېرسرخ لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمر عبدالاحد هادي، د پوهنې مسئولینو، علماوو، ولسي مشرانو، ښوونکو، زده. . .
د بلخ والي د دې ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه
د بلخ ولایت سرپرست والي الحاج مولوي محمد یوسف وفا د یاد ولایت د پوهنې له ریاست څخه د لیدنې په ترڅ کې د پوهنې له رئیس او مسئولینو سره د پوهنې د فعالیتونو په اړه خبرې او د چارو د لا ښه. . .
میدان وردګو ولایت کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ په غزبي کلي کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې مناسبت د پوهنې د مسئولینو، د جغتو ولسوالۍ د مشرتابه پلاوي، علماوو، ولسي مشرانو او د سیمې. . .