All News
د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه
غزني
د پوهنې په برخه کې یو همکار بنسټ، د غزني ولایت رشیدانو ولسوالۍ اړوند د حسین خېلو لېسې لپاره د ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت، د ښوونیزو او اداري توکو مرسته وکړه.
نیمروز
د. . .
په بلخ ولایت کې د یو باب لېسې احاطوي دېوال جوړ شو
د بلخ ولایت په مرکز مزارشريف ښار کې د استاد وجدان کورنۍ له لوري د ۲۹۰ زره افغانيو په لګښت، (د استاد وجدان لېسې) احاطوي دېوال ورغول شو.
د یاد احاطوي دېوال د پرانیستې په مراسمو کې د. . .
په فارياب ولايت کې یو باب ښوونځی تاسیس شو
د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې « د بي بي عایشه صدیقه رضی الله عنها » لومړنی ښوونځی نوی تاسیس او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې رئيس الحاج مولوي سيد حفيظ. . .
د ولایتونو پوهنې خبرونو ته کتنه
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې ریاست له ۲۰۰ تنو داوطلبانو څخه، د دیني مدارسو لپاره د ښوونکو رقابتي آزموینه واخیسته.
پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې رياست د یاد ولايت د اسلامي زده کړو اړوندو. . .
د ولایتونو له پوهنې ډګره څو مهم خبرونه
کندوز
د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې پلاوي، د کندوز ولایت پوهنې ریاست د مالي څانګې له کړنو د څرنګوالي په تړاو د خپلو څېړنو پایلې، د یاد ریاست له مشرتابه سره شریکې کړې.
یو ځل بیا هم له. . .
د ولایتونو د مالي څانګو کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو
پوهنې وزارت له لوري د ولایتونو د پوهنې ریاستونو مالي څانګو کارکوونکو لپاره، د یاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې یو ښوونیز سیمینار جوړ شو.
ياد سيمينار د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج. . .
په پکتیا ولایت کې د ۸ بابه ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي
پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ مسئولینو، د پکتیا ولایت له پوهنې ریاست مشرتابه سره د یوې غونډې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې په یاد ولایت کې به د ۸ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړي.
د. . .
د آزموینو ملي ادارې پلاوي هرات او نورستان ولایتونو ته رسمي سفرونه وکړل
د آزموینو ملي ادارې مالي او اداري رئیس او ورسره مل پلاوي، د هرات او نورستان ولایتونو د پوهنې له مسئولینو سره وکتل.
د آزموینو ملي ادارې پلاوي د همدې ولایتونو له پوهنې مشرتابه سره په. . .
په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې «د توچي لومړني ښوونځي» نوې ودانۍ له رغولو وروسته، د پوهنې ریاست مشرتابه، جیدو علماوو او قومي مشرانو په حضور کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دغه ښوونځی. . .