د کندهار، ارزګان، زابل او هلمند ولایتونو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۷ - ۱۰:۳۷
دکندهار، ارزګان، زابل او هلمند ولایتونو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

د پوهنې وزارت_کندهار: د کندهار ولایت د پوهنې ریاست په همکاری او بریتش کونسل اداری په مالي مرسته د کندهار، زابل، هلمند او ارزګان ولایتونو د ښوونځیو امرینو او ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ۴ ورځنې ورکشاپ د یاد ولایت د ښوونکو د عالي مؤسسې د ِغونډو په تالار کي پیل شو.
په یاد ورکشاپ کې چي د برتیش کونسل د ادارې لخوا جوړ شوی پکښي د یادو ولایتونو سلو تنو د ښوونځیو امرین او سلو تنو ښوونکي پکښي ګډون لري .
د یاد ورکشاپ د پیل غونډه پر مهال د پوهني د رئیس پوهنیار محب احمد روښان ترڅنګ د عمومي زده کړو امر محمد طاهر ایوبي، د ښوونکو د روزني د عالي مؤسسې رئیسه رڼا هوتکي ، د برتیش کونسل د دفتر استازي حمید اصغري، ماسټرټرینرانو، د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو د بیلابیلو ښوونځیو امرینو او ښوونکو برخه اخیسته وه .
په پیل کي د بریتش کونسل اداری استازی حمید اصغري د ورکشاپ د جوړیدا په اړوند وویل یاد ورکشاپ چي څلور ورځي به دوام ولري موخه یې د امرین صاحبانو د قوي مدیریت او وړ رهبرۍ د ظرفیت د لوړیدا ترڅنګ د شهري ژوند سره بلدتیا او په یاده برخه کي د معلوماتو شریکول دي دغه راز د ښوونکو د پاره د انګلیش د مضمون د تدریس د اساسي بنسټونو د تشریح ترڅنګ د شهري ژوند سره د هغوی بلدتیا او معلومات ترلاسه کول دي ترڅو وکولای سي د تدریس پر مهال ورڅخه سالمه ګټه پورته کړي.
دغه راز نوموړي زیاته کړل ددې ترڅنګ به یادي ښوونځی په نړیواله سطحه د بیلابیلو ښوونځیو سره وصل کړو ترڅو د متقابله تدریسي میتودونو د تجاربو څخه ګټه پورته کړي .
ورپسې د پوهني رئیس پوهنیار محب احمد روښان د ورکشاپ ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ پر ګډون کوونکو ږغ وکړ چي د ماسټر ټرینرانو د تدریس، معلوماتو او تجاربو څخه سالمه ګټه واخلي ترڅو وکولای شي په خپلو برخو کي یې عملي او تر نورو پوري یې ورسوي .
د پوهنې رییس زیاته کړل که چیري په یوه اداره کي قوي رهبري نه وي هغه نشي کولای خپلو موخو ته ځان ورسوي او زده کوونکي په وړ زده کړه سمبال کړي نو ددې د پاره چي په راتلونکي کي مو د قوي رهبرۍ ترڅنګ باکیفیته زده کړیز ماحول رامنځته کړی وي باید د ورکشاپ څخه سالمه ګټه پورته کړو .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

BACK TO NEWS