د باميان ولايت یکه و لنګ ولسوالۍ پوهنې ته نوې آمره ور وپيژندل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۱۹:۱۰
معرفی آمر جدید معارف ولسوالی یکه ولنگ ولایت بامیان

پوهنې وزارت، بامیان: نسرین محسني د آزادې سیالۍ له لارې د ۷۵ نمرو په اخیستلو سره د یکه و لنګ ولسوالۍ د پوهنې آمریت، د آمرې په توګه وګمارل شوه.

په هغه غونډه کې چې د نوموړې د معرفي په موخه جوړه شوې وه، د بامیان ولایت د پوهنې رئیس محمد ایوب امیري وویل:دا لومړی ځل دی چې یوه میرمنه د پوهنې د آمرې په توګه ګمارل کیږي، دا چاره په حکومت کې د ښځو د ماناداره ګډون په مانا ده او دا لړۍ به همداسې غځیږي.

په دې غونډه کې د یکه ولنګ ولسوال او میرمن محسني د خپلو پلانونو او له پوهنې څخه د ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۵
Background image

پکتیکا کې د یوې دیني مدرسې لپاره اړین وسایل وپېرل شول

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ رحمانیه دیني مدرسې لپاره د سیمې د خلکو په همکارۍ د ۵۵ زره او ۴۰۰ افغانیو په ارزښت اړین توکي وپېرل شول.
په پېرل شویو توکو کې د خونو لپاره فرشونه، یوه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي لپاره د څارنې انځوریز سیسټم فعال شو

د میدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ اړوند غازي عبدالکبیرخان عالي لېسې لپاره د ښوونیزې شورا په مالي ملاتړ د ۵۲ زره افغانیو په ارزښت د څارنې انځوریز سیسټم فعال شو.
د مسوولینو په وینا، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۴۶
Background image

په لوګر کې له ۸۲ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو زده‌کوونکو سره د ښوونځي د جامو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ درې بابه ښوونځیو اړوندو۸۲ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو زده‌کوونکو سره د ښوونځي د نویو جامو مرسته وشوه.
یاده مرسته د علمي شخصیت ډاکټر خوش‌رنګ احمدزي له لوري د ازرې. . .

BACK TO NEWS