پکتیا کې د دوو ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۱۳:۲۳
پکتیا کې د دوو ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

پوهنې وزارت، پکتیا: د پوهنې اونۍ په لړ کې پکتیا ولایت کې هم د (۴۱) مېلیونه افغانیو په ارزښت دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

په دې مراسمو کې په انلاين ډول د هيواد ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني٫ د پکتیا ولایت مرستیال والي عبدالولي سهي، ښار جوړولو او ځمکو ریاست رئیس انجینر محمد رحیم افغان، د پکتیا پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي او د ولايتي شورا پخواني رئيس ډاکټر الله مير بهرام زوی ګډون درلود.

له یادو ښوونځيو څخه یو یې د (۱۶) مېلیونه افغانیو په ارزښت د جانېخېلو ولسوالۍ اړوند بلخېلو ښوونځی، او بل یې د (۲۵) مېلیونه افغانیو په ارزښت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د هاشم خېلو ښوونځی دی، چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لوري په اساسي ډول رغول شوي دي.

د ښوونځیو د پرانېستې پر مهال، مرستیال عبدالولي سهي وویل: د نېکمرغۍ ځای دی، چې موږ د بلخېلو او هاشم خېلو غرنیو سېمو لپاره نن په اساسي او معیاري ډول ښوونځي جوړو او دا هغه څه دي، چې موږ ټولو ته د روښانه راتلونکي زېری را کوي.

د پکتیا ولایت پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي یادو ښوونځیو ته د ودانیو پر جوړېدو خوښي وښوده زیاته یې کړه : یادې سېمې ډېرې غرنۍ او لیرې پرتې سیمې دي، کله چې موږ خپلې چوپړتیاوې تر غرونو رسوو، نو دا کار زموږ او د ولس ترمینځ واټن را کموي او په دې توګه موږ کولای شو، چې د وخت په تیریدو سره په لیرې پرتو سېمو کې د بېسوادۍ کچه تر ډیره بریده راټیټه کړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS