غزني ولایت کې د ښوونځیو د شورا غړو ته سیمینار جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۱:۴۶
غزني ولایت کې د ښوونځیو د شورا غړو ته سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت، غزني: ‎د غزني ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ښوونځیو شورا غړو لپاره د "ښوونځي مرسته" تر عنوان لاندې درې ورځنی سیمینار د پوهنې ریاست د غونډو تالار کې جوړ شو.

د غونډي په پیل کې، د غزني ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې او سرپرستې رعنا نجمي خبرې وکړې او د دې سیمینار پیل يې مثبت ګام وباله.
 
آغلې نجمي وویل، د غزني د پوهنې ریاست د ښوونځیو د پرمختګ لپاره د هر ډول هڅو هرکلی کوي او د پوهنې ریاست غړي یې د ټولو برنامو پلي کولو توان لري، څو پوهنې ته وده ورکړي.
 
ورپسې د غزني د پوهنې ریاست د شورا مدیر، ګډونوالو ته د مرستې ياده برنامه معرفي کړه او زياته يې کړه: د مرستو دا برنامه به د غزني ولايت په ۱۹ ښوونځيو کې په متوازن ډول پلې کيږي.
 
د ښونځیو د مرستې پروګرام د نړیوال بانک له بودیجې څخه د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت جوړ شوى، چې د ښوونځي د اکمالاتو پیرودنه، د نجونو د حفظ الصحې توکو پیرودنه، د ښځینه ښوونکو د ترانسپورت لګښت، زده کوونکو ته د تعلیمي کورسونو جوړول، د ښوونځیو ساتنه او د ښوونځيو د فرعي کمیټې د غړو کرایه او سفریه به تمویل شي.
 
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د ښوونځیو د مرستې پروګرام له ۲۰۱۹ کال راهیسې پیل شوی او ټاکل شوې چې تر (۲۰۲۳ ) کال پورې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې  په ۱۲۰۰ ښوونځیو باندې پلى شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت خبرتیا

(د دیني مدارسو د ۱۴۴۶ هـ ق کال د خامسه (ثانویه) او سابعه (مافوق الثانویه) دورو د مشروطینو طالب العلمانو بیاځلې ازموینې په اړه.)

لکه څنګه چې خبر یاست، څه موده مخکې د اسلامي زده کړو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې یوه دیني مدرسه پرانیستل شوه

د "مصباح العلوم" دیني مدرسه، چې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د فتح خان په کلي کې د ۲ جرېبه ځمکې په ساحه کې د ۱.۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د سیمه ییزو خلکو او د پوهې مینه والو په مالي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس په رسمي سفر هرات ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي او ورسره مل پلاوی، د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره د وړتیا لوړولو. . .

BACK TO NEWS