له کابل او ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۱:۲۷
له کابل او ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

سرپل:
په سرپل ولایت کې د اکتید موسسې سیمه ییز دفتر د یونیسف د ولایتي دفتر په مالي مرسته د یو میلیون ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د پنځو ښوونځیو د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دې ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه د سیمه ییزو ادارو د مسوولینو او د پوهنې د آمرینو له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې د یادې ادارې د مسوولینو له خدمتونو او مرستو څخه د مننې او د تقدیر نامې په ورکولو سره مننه وکړه.
کابل:
د کابل ولایت د چهاراسیاب والسوالۍ د پوهنې آمر شکرالله حیدر د ORC موسسې د ولایتي دفتر له استازي سره وکتل او د ښوونې او روزنې د بهیر په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
 دغه راز د چهاراسیاب والسوالۍ د پوهنې آمر د کابل د پوهنې ریاست د انجینرۍ ټیم سره د دې والسوالۍ د پوهنې آمریت د استنادي دیوال د جوړېدو چارې یې هم وڅارلې.
ننګرهار:
د ننګرهار د پوهنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې د ۸۶ دولتي مدارسو او ۳۰ خصوصي مدارسو  مدیرانو سره راغونډ شوي، ترڅو د دغه ولایت د سړو سیمو د ازموینو د پایلو  او په تودو سیمو کې د څلور نیم میاشتنیو ازموینو د چمتووالي په اړه یې بحث او پریکړه وکړي.
نورستان:
د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین د دې ولایت د نورګرام والسوالۍ د ننګرهار د لیسې له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه او د یادې لېسې مشرتابه ته یې لارښوونه وکړه چې خپلې ټولې رسمي چارې د پوهنې ریاست د قوانینو په رڼا کې ترسره کړي..
بلخ:
د بلخ ولايت د پوهنې رياست د څارنې آمر توريالي مهمند په مزارشريف ښار کې د ماشومانو د ساتنې د موسسې له خوا د يو شمېر ښوونځيو ښوونکو ته د ناچاوديدونکو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي د لوړولو په موخه له جوړ شوي سيمينار څخه څارنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS