د پوهنې وزارت تشکیلاتو رئیس، د یوه پلاوي په مشرۍ جوزجان ولایت ته ولاړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۱:۲۰
123

د پوهنې وزارت تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي او ورسره مل پلاوي، د دیني مدارسو اداري او تدریسي چارو د څېړلو او تعلیمي ستونزو د حل په موخه، جوزجان ولایت ته سفر ورکړ.
په پیل کې د پوهنې وزارت تشکیلاتو رئیس د یاد ولایت له پوهنې رئیس، آمرینو ، مدېرانو، د مرکز او ولسوالیو علماوو او د یاد ولایت د اسلامی زده کړو دمؤسسو له مسئولینو سره وکتل او د خپل سفر موخې یې له دوی سره شریکې کړې.
ورپسې د تشکیلاتو رئیس د جوزجان پوهنې ریاست د نوي تشکيلاتي جوړښت تطبیق په اړه، چې په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت له لوري منظور شوی، هراړخیز بحثونه وکړل او په دې برخه کې یې د غونډې ګډون والو ته معلومات ورکړل.
نوموړي د پوهنې ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې په رسمي چارو کې د پوهنې وزارت ټولې کړنلارې، مقررات او قوانين مراعات کړي، اداري نظم او دسپلين په پام کې ونيسي او له مراجعينو سره ښه چلند وکړي.
نوموړي همدا راز د پوهنې ریاست له رئیس او مسئولینو څخه وغوښتل، چې د نوي تشکيلاتي جوړښت په تطبيق کې، د کارکوونکو لياقت، تجربې او وړتيا په پام کې ونيسي او په اړوندو بستونو کې د مقرراتو له پروسې څخه په دوامداره توګه څارنه وکړي.
د یاد سفر په دوام ، د تشکیلاتو رئیس د یاد ولایت له لاندې دیني مدارسو څخه هم لیدنه وکړه:
۱- دارالعلوم سلیمانزی چې په دارلعلوم بزرګ مشهور دی.
۲- دارالحفاظ ملا اکه شبرغانی،
۳- دارالعلوم تعلیم القرآن
۴- جامعه دارالعلوم جوزجاني 
۵- روضه العلوم خالد بن ولید 
۶- او د جوزجان ولایت مرکزي دارالاېتام.
په دې کتنو کې چې د يادو مدارسو له استادانو، او زده کوونکو سره تر سره شوې، د تشکیلاتو رئيس له لوري د وړاندیزونو او لارښوونو تر څنګ، مقابل لوري د تعليمي او اداري حالت د ښه والي په اړه خپلې ستونزې او وړانديزونه وړاندې کړل، چې د پلاوي له لوري له دوی سره د ستونزو په حل کې  د همکارۍ ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS