د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه
![یبل](/sites/default/files/2023-10/whatsapp_image_2023-10-18_at_12.14.54_pm.jpeg)
سرپل
د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د کارپوهانو یو پلاوی سرپل ولایت ته ولاړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس او مشرتابه سره په کتنه کې د خپل سفر موخه، د پوهنې ریاست د مرکزي څانګو او ولسوالیو له ادارو څخه څارنه او کتنه وبلله.
د سرپل ولایت پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني ياد پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
هرات
د هرات ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله جابر په یاد ولايت کې د يونيسف د ساحوي دفتر له استازو سره وکتل او د وروستيو زلزلو له امله یې د زيانمنو شويو ښوونیزو بنسټونو د بيارغونې په اړه خبرې وکړې.
د یو بل خبر له مخې:
د هرات ولایت پوهنې رئیس د یاد ولایت ګذره ولسوالۍ د ښوونځیو له آمرینو، مدیرانو، ښوونکو او د دیني مدارسو له مسئولینو سره وکتل.
په ورته مهال، نوموړي د ښوونکو او استادانو ستونزې او وړاندېزونه واورېدل او په حل کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
غزني
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي نصیر احمد حسیني، د یاد ولایت مقر ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې، د یو شمېر ښوونیزو بنسټونو فعالیتونه وارزول او د یو شمېر ستونزو له څېړلو وروسته یې د حل ژمنه وکړه.
بادغیس
د بادغیس ولایت پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان، د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند میرانزي عالي لېسې د اوبو رسولو او د لمریزې برېښنا د سیستم له پروژو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي له قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل، تر څو د یادې پروژې کار په خپل وخت بشپړ کړي.