له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
![سیبل](/sites/default/files/2023-10/whatsapp_image_2023-10-28_at_10.45.56_am.jpeg)
بدخشان
د بدخشان ولایت پوهنې ریاست مشرتابه ، د پوهنې د ملي پلان د مسودې د بیا کتنې او بشپړولو په موخه، د پوهنې ریاست په تالار کې مشورتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د پلان په اړه د ګډون والو ترمنځ نظرونه تبادله شول.
هلمند
د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري او ورسره مل پلاوي، د یاد ولايت ګرشک ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر پر مهال، د يادې ولسوالۍ د ښوونځيو او ديني مدارسو د ښوونیز وضعيت د لاښه والي په اړه مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ننګرهار
د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د یاد ولايت مرکزي لېسې، او در بابا ولسوالۍ د يو شمېر ديني مدارسو کړنې وڅارلې او مسئولينو ته يې د ښوونې او روزنې په ښه کيفيت ټينګار وکړ.
بادغیس
د بادغیس ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان په مشرۍ د آمرینو او مدیرانو په ګډون جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د نوي تشکیل د پلي کولو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
غزني
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني « له فقر څخه د افغانانو د ژغورنې» مؤسسې له استازو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د یادې ادارې مسئولینو خپلې دندې او ستونزې د پوهنې له رئیس سره شریکې او د آسانتیاوو په برابرولو کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.