په میدان وردګ ولایت کې د یو محراب جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۰:۵۵
54

د ميدان وردګ ولايت نرخ ولسوالۍ اړوند په "بادام" سيمه کې د يو محراب جومات د بنسټ ډبره، د پوهنې رياست مشرتابه، د سيمه ييزو ادارو د مسئولينو، قومي مشرانو او علماوو په حضور کې کېښودل شوه.

ټاکل شوې ده، چې ياد جومات د سيمې د اوسېدونکو له لوري د اصحاب الصفه دارالعلوم ته څېرمه په يو جرېب ځمکه کې جوړ شي.

د نرخ ولسوالۍ د اصحاب الصفه دارالعلوم مسئولينو او طلابو د دغه جومات د ځمکې د ورکړې او د لګښت په ورکولو کې د ځايي خلکو له مرستو څخه ستاينه وکړه او دغه مرسته يې د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) د مبارک حديث په استناد د صدقه جاريه نېکو اعمالو څخه وبلله.

د مسئولينو په ويناء، ډېر ژر به د ياد جومات د جوړېدو چارې پيل شي.

د دغه جومات د بنسټ مراسم د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS