په جوزجان ولایت کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ بابه ښوونځيو ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۱۹
من ن

د پوهنې وزارت د کيفيت تضمين معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، په داسې حال کې چې د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي او مسئولینو يې ملتيا کوله، په جلا جلا مراسمو کې د بي بي ناظرې عالي لېسې جومات، د شهيد محمد نبي، خان ارېغ او شهر کهنه آقچه ښوونځيو نوې ودانۍپرانيستلې.

همدارنګه نوموړی د ياد ولایت مرديان او آقچې ولسوالیو ته د رسېدو پر مهال، د پوهنې مسئولینو، علماوو، د سیمه ییزو ادارو د چارواکو او د خلکو د استازو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معين په خپلو خبرو کې د دیني او عصري علومو پر اهمیت ټینګار وکړ، د مدارسو او ښوونځیو جوړول یې له صدقه جاريه اعمالو څخه وبلل.

د یادولو وړ ده چې:

١- د جوزجان ولايت آقچې ولسوالۍ د بي بي ناظره عالي لېسې جامع جومات چې د اودسونو خونه له اړينو ملحقاتو سره لری، د خلکو په مرسته د يو اعشاريه يو ميليون افغانيو په لګښت سره جوړ شوى دى.

۲- د شهید محمد نبي منځنی ښوونځی چې ۵ ټولګي، ۲ اداري څانګي له اړينو ملحقاتو سره لري، د سيمه يیزو خلک په ملاتړ د دوه نيم ميليون افغانيو لګښت سره جوړ شوی دی.

۳- د شهر کهنه آقچه عالي لېسه چې ۶ درسي خونې، ۲ اداري خونې له ټولو اړينو ملحقاتو سره لري، د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ په مالي مرسته د ۶ اعشاريه يو ميلیون افغانيو لګښت سره جوړه شوې ده او ياد ښوونځی په یوه وخت کې د ۵۰۰ تنو زده کوونکو ظرفیت لري.

۴- د مرديان ولسوالۍ د خان ارېغ ښوونځي ودانۍ د يو تن معارف دوست شخصيت له خوا د دوه میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې اوس ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

د يادو ولسواليو اوسېدونکو په خپلو سيمو کې د ښوونځيو په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او له زده کوونکو يې وغوښتل، چې د ښوونځيو د وسايلو ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱
Background image

پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۹۶ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند بي‌بي عایشه صدیقه «رضی‌الله‌عنها» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۴ میلیونه افغانیولګښت سره جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS