د پوهنې وزارت د دعوت اوارشاد رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۳۸
dfssssg

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري بدخشان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني، د یو شمېر کلیدي ادارو مسئولینو او کارکوونکو سره وکتل.

په پیل کې د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دغه ریاست د دندو په اړه یې لنډ راپور د دعوت او ارشاد پلاوي ته وړاندې کړ.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس بدخشان ولايت ته د خپل سفر د موخو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، ديني زده کړې د ټولنې په هر اړخیز پرمختګ او اصلاح کې تر ټول مهم او کلیدي نقش لري.

نوموړي څرګنده کړه: دعوت او ارشاد د اسلام د سپېڅلي دين یو له بنسټیزو دندو څخه دی، چې د همدې لپاره پيغمبران «عليهم السلام» رالېږل شوي دي.

د دعوت او ارشاد رئیس د یاد ولايت د پوهنې له مسئولينو وغوښتل، چې د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد«صلی الله علیه وسلم» د سنتو پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي او له هغو سره سم خپل صورت او سیرت برابر کړي.

نوموړي همدا راز لارښوونه وکړه، چې د يادې ادارې استازي دې د ولسواليو ټولو ښوونځيو او پوهنې آمریتونو ته د مبلغینو په توګه ور وپېژندل شي.

په پای کې د بدخشان د پوهنې ریاست مسئولینو د دعوت او ارشاد د ټولو لارښوونو او فرمانونو د پلي کولو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۳۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو سرښوونکو لپاره مسلکي غونډه ترسره شوه

د پکتیکا ولایت جاني‌خېل ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو۱۵ تنو سرښوونکو لپاره پنځه ورځنۍ مسلکي غونډه ترسره شوه، چې موخه یې د سرښوونکو روزنه او د هغوی د کاري وړتیاوو لوړول دي.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځيو۸۹ تنو ښوونکو او آمرینو لپاره روزنیزه غونډه جوړه شوه

د بامیان ولایت مرکز اړوند ۸۹ تنو ښوونکو او د ښوونځیو آمرینو لپاره "د اغېزمنې ښوونې او زده کړې ترویج" تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیا لوړونې روزنیزه غونډه پرانیستل شوه.
 په دغه درې ورځنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۳
Background image

د روان لمریز کال په تېرو څلورو میاشتو کې د لوګر ولایت له پوهنې سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته شوې 

د لوګر ولایت علم‌پالو اوسېدونکو د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د یاد ولایت له پوهنیز بهیر سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې، چې په لاندې برخو کې لګول شوې دي:
د یوې. . .

BACK TO NEWS