د هرات ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا آمریت کادري غړو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل کړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۲۵
dsf

د هرات ولايت پوهنې رياست د مسئولينو د څرګندونو له مخې: د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست د تخنیکي روزونکو له خوا د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر او مسئولینو په حضور کې (د اغېزمن تدریس او زده کړې د پراختیا )سیمینار د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا آمریت د علمي غړو وړتیا لوړولو او پياوړتيا په موخه پرانیستل شو.

د دغه ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د ياد ولايت پوهنې رئيس وويل، د کارکوونکو د علمي وړتیاوو لوړولو په موخه د دا ډول ورکشاپونو په لاره اچول خورا اغېزمن دي.

د يادونې وړ ده، چې په دغه ۸ ورځني ورکشاپ کې د مرکز د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا آمریت او د ولسواليو د پوهنې آمریتو ١٢٨ تنو علمي غړو برخه اخيستې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۲۹
Background image

په لوګر ولایت کې د ۲۱،۹ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړې شوې

د لوګر ولايت پوهنې رياست د خبرپاڼې له مخې: د یاد ولايت په مرکز پل علم ښار کې د ملک شير احمد کوچي او شلوک او په بره کي برک ولسوالۍ کې د مومندو او شيخانو ښوونځيو د ترمیم او بیارغونې چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت پوهنې رئيس د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

د کونړ ولایت پوهنې رئيس مولوي محب الله حیدري د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین، الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره د لیدنې پر مهال، د یاد ریاست د پرمختګونو او کاري ستونزو په اړه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۲۵
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا آمریت کادري غړو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل کړ

د هرات ولايت پوهنې رياست د مسئولينو د څرګندونو له مخې: د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست د تخنیکي روزونکو له خوا د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر او. . .

BACK TO NEWS