په امريكا كې ميشت افغانانو له پوهنې وزير سره په ليدنه كې د افغانستان د ښوونځيو په بيا رغونه او د دې هيواد د بيوزله ماشومانو سره د مرستو او همكاريو ژمنه وكړه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۶ - ۱۳:۲۷
په امريكا كې ميشت افغانانو له پوهنې وزير سره په ليدنه كې

د پوهنې وزارت _ واشنګټن: د پوهنې وزير امريكا ته په خپل سفر كې په ياد هيواد كې له مېشتو افغانانو سره وليدل.

دغه ليدنه چې په امريكا كې د افغانستان په سفارت كې ترسره شوه، ډاكټر بلخي په افغانستان كې پوهنه د خلكو لپاره او د يوې غير سياسي ټولنې په توګه ياده كړه او په بهر كې يې له مېشتو افغانانو وغوښتل ترڅو په هيواد كې د ښوونځيو د جوړلو، بيارغولو، د ماشومانو له ښوونې او روزنې څخه د ملاتړ، سواد زده كړې او په ټوليز ډول د پوهنې د پرمختګ په برخه كې مرستې وكړي.

د پوهنې رهبرۍ په هيواد كې ۳،۷ ميليونه زده كوونكو په خاص ډول هغه نجونو ته چې ښوونځيو ته لاسرسى نلري خاصه پاملرنه كړې او په ښوونځيو كې د يادو زده كوونكو د شاملېدو په برخه كې يې د دې وزارت د هڅو يادونه وكړه.

په امريكا كې ميشت افغانانو د پوهنې وزارت هڅې وستايلې او د افغانستان له پوهنې وزارت سره يې د لازياتو مرستو ژمنه وكړه.

په امريكا كې ميشت افغانانو په څو برخو لكه: د ښوونكو د ظرفيت لوړونه د آنلاين كورسونو په وسيله، د ښوونځيو په بيا رغونه كې ونډه اخيستل، په ښوونځيو كې د بدني روزنې پياوړتيا او له ښوونځيو څخه د بهر ماشومانو څخه ملاتړ له پوهنې وزارت سره په ګډه د مرستو او همكاريو ژمنه وكړه.

د يادونې وړ ده چې د هيواد د پوهنې سرپرست وزير ډاكټر محمد ميرويس بلخي ( د تعليم په تمه نه پاتې كيږي )ECW ټولنې په مركزي سمينار كې د ګډون، د نړۍ د پيژندل شويو او اكاډميكو څېرو سره د ليدو او په افغانستان كې د ښوونې او روزنې لپاره د مرستو د جلبولو په موخه د روان كال د وري د مياشتې په ۲۲ نېټه د امريكا متحده ايالاتو ته سفر كړى.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS