د پکتیکا ولایت پوهنې لپاره ۴۹ جریبه ځمکه وقف شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۴
6546

د پکتیکا ولایت په تروو ولسوالۍ کې د ۷  بابه ښوونځیو جوړولو لپاره د سیمې خلکو لخوا پوهنې ریاست ته په ټولیزه توګه ۴۹ جریبه ځمکه ورکړل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد څرګنده کړه، د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې د ښوونیزو ادارو په پراختیا او د ملک د ماشومانو لپاره د زده‌کړې فرصتونو په برابرولو کې له ورکړل شوې ځمکې څخه اعظمي ګټه پورته کړي؛ ترڅو زده‌کوونکو ته خوندي او مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو شي.
د پوهنې وزارت تل د ملک د علم‌دوسته خلکو له مرستو هرکلی کوي او همدارنګه د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته د ځمکې ورکولو لپاره د تروو ولسوالۍ د اوسېدونکو هڅې ستایي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۵۸
Background image

د ځینو ولایتونو خبرونو ته لنډه کتنه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ کنزالعلوم دیني مدرسې لپاره درې درسي خونې د خلکو لخوا د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړې شوې.

زابل
د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ خلکو د ام‌القراء دیني مدرسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

فاریاب
په هغو مراسمو کې چې د پوهنې وزارت مسئولینو، یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو، علماءکرامو او ښوونکو پکې ګډون درلود، د فاریاب ولایت د مقام مرستیال محترم الحاج مولوي نصرت الله فیضاني لخوا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۵۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د لوګر ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د لوګر ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست په منسوبینو سربېره، د ا.مارتي او خصوصي ښوونځیو له چارواکو سره د. . .

BACK TO NEWS