د پکتیکا ولایت پوهنې لپاره ۴۹ جریبه ځمکه وقف شوه

media-moe
Tue, Jan 20 2026 2:54 PM
6546

د پکتیکا ولایت په تروو ولسوالۍ کې د ۷  بابه ښوونځیو جوړولو لپاره د سیمې خلکو لخوا پوهنې ریاست ته په ټولیزه توګه ۴۹ جریبه ځمکه ورکړل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد څرګنده کړه، د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې د ښوونیزو ادارو په پراختیا او د ملک د ماشومانو لپاره د زده‌کړې فرصتونو په برابرولو کې له ورکړل شوې ځمکې څخه اعظمي ګټه پورته کړي؛ ترڅو زده‌کوونکو ته خوندي او مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو شي.
د پوهنې وزارت تل د ملک د علم‌دوسته خلکو له مرستو هرکلی کوي او همدارنګه د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته د ځمکې ورکولو لپاره د تروو ولسوالۍ د اوسېدونکو هڅې ستایي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS