د دایکنډي ولایت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو د تېر لمریز کال لنډه ارزونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
85416541

د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې، د دایکنډي ولایت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو یو لړ مهم فعالیتونه ترسره کړي، چې موخه یې د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړول او د ښوونیز کیفیت ښه کول وو، چې یادو کړنو ته په لاندې توګه لنډه کتنه کوو:

* د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره، د ۱۲۰۰ تنو ښوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شوی و، چې پکې د تدریس نوې لارې چارې، د ټولګي مدیریت او د زده‌کوونکو د ښوونې اغېزمنې طریقې وڅېړل شوې.

* د تعلیمي ادارو د رهبرۍ او مدیریت پیاوړتیا په موخه، د ۳۵۱ تنو آمرینو، مدیرانو او سرښوونکو لپاره پنځه ورځنی مسلکي سیمینار ترسره شو، چې پکې د تعلیمي مدیریت او رهبرۍ اړوند مهارتونه وړاندې شول.

* د ښوونځیو شوراګانو پیاوړتیا لپاره، ۵۰۹ تنو غړو ته دوه ورځنی روزنیز پروګرام ورکړل شو، ترڅو د ښوونځیو په پرمختګ او پرېکړو کې یې رول لا اغېزمن شي.

* د مسلکي پراختیا غړو د ۲۶۹۷ تنو ښوونکو د تدریس بهیر څارنه او حمایوي ارزونه ترسره کړې، چې له مخې یې د تدریس قوي او کمزوري ټکي تشخیص او لازمې سپارښتنې ورکړل شوې.

* د ۴۳۴ تنو آمرینو او مدیرانو د اداري او تعلیمي چارو څارنه هم شوې، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د ښوونځیو چارې په معیاري او اغېزمن ډول پر مخ روانې دي.

* همدارنګه د ۴۳۴ بابه ښوونځیو د شوراګانو له فعالیتونو څارنه ترسره شوې، ترڅو د ښوونځیو اداري جوړښت او د ګډې پرېکړې بهیر لا پیاوړی شي.

* د ښوونکو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د دوامداره زده‌کړې پیاوړتیا په موخه، په بېلابېلو ښوونځيو کې ۷۲۳ تدریسي حلقې جوړې شوې، چې د ښوونکو ترمنځ د همکارۍ او وړتیا لوړولو زمینه یې برابره کړه. په دې حلقو کې ټول ۲۰۵۱ تنه ښوونکي او مدیران شامل وو، چې د ښوونې او روزنې د کیفیت په ښه والي کې یې مهم رول درلود.

* د سواد زده‌کړې په برخه کې د سواد زده‌کړې یوه مرکز او ۶۴ کورسونو فعالیتونه تر څارنې لاندې نیول شوي، ترڅو په ټولنه کې د سواد کچه لوړه او د زده‌کړو فرصتونه پراخ شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS