د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست پلاوي تخار ته سفر وکړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۲۴
5454165

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست څارنيز پلاوي، د یاد مرکز د رئیس محترم عبدالوکیل الهام په مشرۍ، د تخار ولایت مرکز او ولسوالیو د یو شمېر ښوونیزو بنسټونو د ساینس لابراتوارونو، کمپیوټرخونو او کتابتونونو څخه لیدنه وکړه.
د دغو لیدنو پر مهال د عملي زده‌کړو بهیر، د شته وسایلو د کارونې او ساتنې وضعیت او د ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې.
همدارنګه، پلاوي په ځینو ښوونځیو کې د عملي زده‌کړو د محدودیت او له شته امکاناتو څخه د بشپړې ګټې اخیستنې په اړه اړوندو مسوولینو او ښوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
پلاوي ټینګار وکړ چې د ساینس، ریاضیاتو او کمپیوټر درسونه دې په عملي بڼه تدریس او له شته ښوونیزو او تخنیکي امکاناتو څخه دې اغېزمنه ګټه واخیستل شي، څو د زده‌کوونکو د عملي مهارتونو د پیاوړتیا بهیر لا نور هم پیاوړی شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۴۰
Background image

په غور کې د خدماتي اجیرانو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د غور ولایت د پوهنې ریاست خدماتي اجیرانو د سواد کچې لوړولو او د لیک لوست وړتیاوو پیاوړتیا په موخه، د سواد زده‌کړې یو ټولګی جوړ کړی دی.
په دغه ټولګي کې ګډونوالو ته د لوستلو، لیکلو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست پلاوي تخار ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست څارنيز پلاوي، د یاد مرکز د رئیس محترم عبدالوکیل الهام په مشرۍ، د تخار ولایت مرکز او ولسوالیو د یو شمېر ښوونیزو بنسټونو د ساینس لابراتوارونو، کمپیوټرخونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۸:۵۸
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین ختیځ زون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ننګرهار ته ورسېد

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ‌ عبدالمالک حقاني او ورسره مل پلاوي، ختيځ زون ولايتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د پوهنې له رئیس، مسولینو او کارکوونکو سره. . .

BACK TO NEWS