په پغمان ولسوالۍ کې د خوندي، پاک او مناسب ښوونیز چاپېریال برابرولو لپاره لازم اقدامات شوي

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۸
ظ\زطز

د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو لپاره د خوندي، پاک او مناسب ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو په موخه، د ښوونځیو د شوراګانو په همکارۍ یو لړ اقدامات ترسره شوي دي.
د ښوونځیو د شوراګانو په همکارۍ یو میلیون، ۳۵۳ زره او ۷۰۰ افغانۍ راټولې شوې چې د ښوونیزو ودانیو د اساسي ترمیم، د نویو ټولګیو جوړولو، د ټولګیو او اداري برخو رنګمالۍ، د ښوونځیو د انګړونو او لارو کانکرېټولو او بیارغونې په برخو کې لګول شوې دي.
همدارنګه، زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه، د یو شمېر ښوونځیو په ساحو کې د اوبو درې ژور څاګان هم کېندل شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS