د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس پکتیکا ته رسمي سفر وکړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴
بطزرطز

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني په مشرۍ پلاوي پکتیکا ولایت ته سفر وکړ او هلته يې له پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکيل خالد او د پوهنې ریاست د اړوندو برخو له یو شمېر مدیرانو سره د همغږۍ او مشورې په غونډه کې وکتل.
په دې غونډه کې د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس وویل، چې د دغه سفر موخه د راپور ورکولو د اغېزمنتیا او کیفیت په اړه د ولایتي مسوولینو د نظرونو راټولول، ولایتونو ته د استول شویو څارنې او ارزونې ډلو د فعالیتونو ملاتړ، د وړاندې شویو وړاندیزونو د پلي کېدو ارزونه، د عملیاتي پلان د تطبیق بهیر څارنه او د کاري برخو ارزول دي.
د ياد ولايت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکيل خالد ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هغوی سفر د پوهنيز بهير لا پیاوړتیا لپاره مهم وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۱۳
Background image

په میدان وردګ کې ښوونکو لپاره روزنيزه برنامه پیل شوه

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د میدان وردګ ولایت چک او سیدآباد ولسوالیو اړوند ښوونځیو ۱۴۰ تنو ښوونکو ته د ریاضیاتو، فزیک، کېمیا او بیولوژي مضمونونو په برخو کې شپږ ورځنۍ علمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس پکتیکا ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني په مشرۍ پلاوي پکتیکا ولایت ته سفر وکړ او هلته يې له پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکيل خالد او د پوهنې ریاست د اړوندو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۱
Background image

د پوهنې وزارت د تدارکاتو رئیس پروان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تدارکاتو رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي سره وکتل.
نوموړي د خپل سفر موخه د. . .

BACK TO NEWS