دننګرهار د بي بي زينب په لېسه کې د يوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Tue, Jul 30 2019 3:37 PM
دننګرهار د بي بي زينب په لېسه کې د يوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

پوهنې وزارت _ ننګرهار: دننګرهار ولایت د مرکز اړوند دجلال آباد ښار د بي بي زینب د نجونو په لیسه کې د يوې نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله د یادې لیسي په انګړ کې جوړه شوي وه ، د والي شامحمود مياخېل په ګډون د پوهنې رئيس حسيب الله شينواري، د دولتي ادرو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د ننګرهار والي شا محمود مياخېل وایې، چې پر دې ودانۍ د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودیجې څخه شاوخوا لس میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د جوړېدو چارې به يې د اتلس مياشتو په موده کې بشپړې شي.
یاده ودانۍ به د نورو آسانتیاو ترڅنګ ۴۰ خونې ولري .
همدا رنګه د پوهنې رئيس حسيب الله شينواري د خپلو خبرو پر مهال وويل: چې د بي بي زينب لېسې ملاتړ شورا په هره برخه کې د لېسې د پرمختګ لپاره بې بی درېغه کړنې او هلې ځلې کړي، چې ياده لېسه يې په مثالي او نمونوي لېسه بدله کړې ده. ښاغلي مياخېل او پوهنې رئيس د لېسې ملاتړ شورا ته د درناوي او نازونې په پار ستاينليک هم ورکړ.
دیاده ونې وړ ده، چې د غونډي په پاي کې د والي شاه محمود مياخېل او پوهنې رئيس حسيب الله شينواري په لاسونو د اسد د اوومې(ملي بيرغ) د نمانځنې په وياړ د بي بي زينب د نجونو په لېسه کې د ښځينه لېسو د مديرانو او ښوونکو په شتون کې ملي بيرغ پورته شو، چې ورسره هم مهاله د لېسې کوچنيو زده کوونکو په خپلو خوږو غږونو ملي بيرغ ته ليکل شوې ترانه زمزمه کوله.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS