لغمان کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
Mon, Oct 21 2019 9:53 AM
لغمان کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت د قرغيو ولسوالۍ د قرغيو دنجونو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډ‌بره د والي محمد اصف ننګ ، پوهنې رییس عبدالله حمیدی او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون کېښودل شوه .
د یاد ښوونځي ودانۍ ، په پاخه او اساسي ډول په دریو پوړنو کې د دوو کلونه په موده کې د شاوخواه ۲۲ میلونو افغانیو په لګښت دافغانستان د پراختیایی بودجې څخه جوړیږي، چې۲۴ درسي ټولګي، ۱۰ تشنابونه، داحاطي دیوار او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري.
د لغمان والي محمد اصف ننګ د ښوونځي د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې ددې ولایت د پوهنې ودې او پرمختګ ته جدي پاملرنه کوي.
. نوموړي دغه راز له ټولو هغو کسانو مننه وکړه، چې په دې ولایت کې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره کار کوي.
د پوهنې رییس د سیمې خلکو ته په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې ددې ولایت د نجونو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کوي او موخه یې داده، چې ټول ماشومان په مساوي ډول زده کړو ته لاسرسی ومومي.
د یادولو وړ ده، چې د ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې سلګونو نجونو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS