پوهنې وزیر د ټیکا له نوي چارواکي سره د پیژندګلوي لیدنه وکړه

media-moe
Tue, Oct 22 2019 3:03 PM
پوهنې وزیر د ټیکا له نوي چارواکي سره د پیژندګلوي لیدنه وکړه

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په افغانستان کې د ټیکا له نوي مسئول ذهتو چال سره د پیژندګلوي لیدنه وکړه او د همکاري پر یو لړ مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
دا لیدنه چې پوهنې وزارت کې تر سره شوه، پوهنې وزیر په افغانستان کې د ټيکا نوي چارواکي ذهتو چال ته د دندې مبارکي ورکولو ترڅنګ زیاته کړه چې ترکیه هیواد د افغانستان ذهني ګاونډۍ او واقعي ملګرۍ دي.
ډاکتر بلخي د افغانستان ماشومانو ښوونې او روزنې څخه د ترکيې هیواد د ملاتړ لکه د کابل ۱۲ تعلیمي ناحيه (پلچرخي) کې د ښوونځي جوړلو، د ښوونکو ظرفیت لوړوالي پروګرامونو او د ښوونیز نصاب په برخه کې د همکاریو څخه مننه وکړه او د پوهنې وزارت او د ترکیه هیواد د همکاري او پراختیا موسسې ټیکا تر مينځ د همکاریو د پیاوړتیا غوښتونکۍ شو.
په دې لیدنه کې ذهتو چال د افغانستان ښوونې او روزنې لپاره د ټیکا له نویو پروګرمونو څخه خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې د ترکيې دا بنسټ (ټیکا) په افغانستان او ترکيه کې د دو ښوونځيو تر مینځ د ورورولۍ د پروګرامونو د پلي کولو غوښتونکۍ دۍ.
همدارنګه په افغانستان کې د ټيکا مسئول د ترکيي ښوونکو له لوري په کابل کې د یوه ښوونځي د جوړولو خبر ترڅنګ د یاد ښوونځي د تشکیل او ښوونیزو خدمتونو په برخه کې د پوهنې وزارت د همکاري غوښتنه وکړه او د ښوونکو د ظرفیتونو لوړولو پروګرامونو په موخه د همکاریو په دوام او د خوارزمي پروګرامونو د پلي کيدو خبر ورکړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS