د ارزګان د زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبی ( ص ) سيالۍ ترسره شوې

media-moe
Tue, Nov 19 2019 11:53 AM
د ارزګان د زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبی ( ص ) سيالۍ ترسره شوې

د پوهنې وزارت_ارزګان: د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست په نوښت او د یونیسف موسسي په مالی مرسته د سیداخال په عالي لېسه کې د زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي ص سیالي جوړه شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د سیداخال لیسې په انګړ کي جوړه شوي وه، دیاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو برسیره ،قومي مشرانو،علماو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د پوهنې ریيس میرزا محمد سالارزی دا ډول سیالۍ موخه یې د زده کوونکو ته د حضرت محمد ص د ژوند په باب معلومات ورکول، د زده کوونکو وړتیاوې لوړول، او د خپلو مهارتونو له نورو سره شریکول دي،چې دا شان سیالۍ د زده کوونکو جرائت او پر ځان باور زیاتوي .
د پوهنې رییس د زده کوونکو ترمنځ د سیالیو جوړول د هغوی د ذهني ودې لپاره خورا ګټور وبلل او یادونه یې وکړه، چې ددغو سیالیو لړۍ به د ارزګان نورو ښوونځيو ته هم وغځوي.
د یادې سیالۍ ممتازو زده کوونکو ته یو شمېر ډالۍ هم ورکړل شوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS