د غزني ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ماشومانو نجونو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
Wed, Dec 04 2019 10:34 AM
د غزني ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ماشومانو نجونو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

همدارنګه د ماشومانو د حقونو په تړاو د زده کوونکو تر منځ د رقابتي سیالۍ پایلي اعلان شوي

د پوهنې وزارت_ غزنی: د غزني ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ماشومانو نجونو نړیواله ورځ د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې د یوي پرتمیني غونډي په ترڅ کې ولمانځل شوه .
په یاده غونډه کې د پوهنې رئیس محب الرحمن "انصار"، د ولایت مقام نماینده، د یونسیف مؤسسي استاذي، دینې عالمانو، د مختلفوښوونځیو آمرینو، مسؤلینو، ښوونکو او ګڼ شمیر زده کوونکو او ماشومانو پکې ګډون درلود.
د غزني ولایت د پوهنې رئیس محب الرحمن " انصار" غونډي ته پخپله پرانستونکي وینا کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ټولو ماشومانو ته د خپلي نړیوالي ورځي مبارکي وویله، همدارنګه د حضرت محمد (ص) د احادیثو په رڼاکې یي د ماشومانو د روزني او حقونو په تړاو هر اړخیز بحث وکړ او زیاته یي کړه چې ماشومان د ښوونیز بهیر اعظیمه برخه تشکیلوي د پوهنې ریاست رهبري تل هڅه کړي تر څو په ښوونیز بهیر کې د ماشومانو ټول بشري حقونه تامین کړي همدارنګه د پوهنې رئیس له ټولو والدینو وغوښتل تر څو د خپلو او لادونو د روزني او پالني په برخه کې خپل مسؤلیت په ښه توګه درک او اداکړي،
همداراز په غزني ولایت کې د یونسیف مرستندویه مؤسسي استاذي "ویس وردګ" د ماشومانو د حقونو په تړاو خبري وکړي د غونډي په جریان کې د ولایت مقام نماینده فریداحمد"عبیدي" د ماشومانو د حقونو په ارتباط هر اړخیز بحث او څرګندوني وکړی او په یاده برخه کې یي د پوهنې ریاست له رهبري څخه مننه وکړه او یادي برنامي یي د ماشومانو په ښه راتلونکي اغیزناکي یادي کړي.
په یاده غونډه کې د ګڼ شمیر وینا والو له وینا او د زده کوونکو له مقالو او ترانو وروسته د ماشومانو د حقونو په تړاو په رقابتي ازموینه کې د لوړو نمرو شپږ تنه زده کوونکې وستایل شو، یاده سیالي څه موده وړاندي د پوهنې ریاست له لوري د ماشومانو د حقونو په ارتباط په لاره اچول شوي وه په یاده ازموینه کې د ۲۳ مختلفو ښوونځیو ۶۳ تنه زده کوونکو ګډون کړی وه د نتایجو له ارزوني وروسته شپږ تنه زده کونکي د لوړو نمرو په خپلولو سره بریالي اعلان او د پوهنې ریاست له لوري د لا تشویق په موخه په نغدي او معنوي ډالیو وستایل شو او په پای کې غونډه د دعایه په لوستلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS