پوهنې سر پرست وزیرې د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو د لوړو زده کړو او معارف کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړ

media-moe
Sun, Jul 19 2020 7:52 PM
پوهنې سر پرست وزیرې د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو د لوړو زده کړو او معارف کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړ

پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سر پرستې آغلې رنګینې حمیدي او ورسره پلاوی د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو، لوړو زده کړو او معارف کمیسیون په غوښتنه د دغه کمیسیون په غونډه کې برخه واخیسته.

د ولسي جرګې د نوموړي کمیسیون رییس او غړو یې د حق الزحمه ښوونکو، د ښوونکو کمبود، د ګمارنې ستونزو او د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز د ګزارش په اړه خپل نظریات شریک او په دې اړه یې توضیحات وغوښتل.

آغلې حمیدي د موضوع په اړه یاد کمیسیون ته مفصل معلومات ورکړل زیاته یې کړه: پوهنې وزارت د ټولو ننګونو اوستونزو د ختمولو لپاره قوي هوډ لري او په دې برخه کې د مجلس د استازو او په تیره د معارف، لوړو زده کړو او فرهنګي چارو د کمیسیون لار ښوونې به په پام کې ولري.

آغلې حمیدي د ښوونیز نصاب بیا کتنه د وخت او شرایطو د اړتیا سره سم یو جدي ضرورت په ګوته کړ زیاته یې کړه: پوهنې وزارت د دې ترڅنګ چې ملي او اسلامي ارزښتونه پام کې لري هڅه یې کړې ده تر څو ښوونیز نصاب معیاري، او ورځنیو اړتیاوو سره سم د هیواد د بچیانو لپاره بیا ځلي پرې کتنه او تدوین کړي.

آغلې حمیدي څرکنده کړه:د هیواد په ښوونیز ڼصاب کې یوه څه ستونزې شتون درلود چې په نوې کتنه کې ځینې یې د درسي مفرداتو څخه لري شوي دي چې اوسمهال ښوونیز نصاب د حجم، انسجام، منځ پانګې او ارزښت له پلوه د معیاري کیدو په خوا روان دی.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS