د پکتیا دکندرخېلو په ښوونځي کې یو باب جومات پرانیستل شو

media-moe
Mon, Dec 21 2020 2:45 PM
د پکتیا دکندرخېلو په ښوونځي کې یو باب جومات پرانیستل شو

د پو هنې وزارت، پکتیا: پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ د کندر خیلو په ښوونځي کې یو باب جومات پرانیستل شو.

په هغه غونډه کې چې د کندر خېلو د عالي لیسې په انګړ کې جوړه شوې وه، د پکتیا ولایت د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي د جومات جوړول د پوهنې وزارت یوه اسلامي هڅه وګنله او له زده کوونکو یې وغوښتل چې د جومات ساتنې او پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي.

کوچي ځاځي د ملي سوداګرو او ځایي اوسیدونکو د مرستې او همکارۍ نه مننه او قدردانی وکړه چې د جومات په جوړولو کې یې فعاله او مالي برخه اخیستې ده.

د پوهنې رییس زیاته کړه: " که موږ د عصري علومو ترڅنګ دیني علوم زده کړو، موږ کولای شو له شته ستونزو څخه لرې شو" او د دیني زده کړو ترټولو خوندي او مقدس ځایونه جوماتونه دي، موږ پلان لرو چې د پکتیا ولایت په ټولو ښوونځیو کې جوماتونه جوړ کړو او پدې برخه کې به خپلې هڅې ترسره کوو.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS