د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر په ملاتړ غونډه جوړه شوه

media-moe
Wed, Jan 06 2021 9:59 AM
د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر په ملاتړ غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر په ملاتړ او د نجونو د تړل شویو ښوونځیو د بیا فعالولو په موخه غونډه جوړه شوه.

یاده غونډه د پوهنې ریاست د لارښوونې له مخې د ښوونځیو شوراګانو د مدیریت له خوا جوړه شوې وه، چې شاوخوا ۶۰ دیني عالمانو او قومي مشرانو پکې برخه اخیستې وه.

په یاده غونډه کې له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره د پوهنې بهیر په ملاتړ او د نجونو د زده کړو پر وړاندې د شته خنډونو د له منځه وړلو په اړه سلا مشورې وشوې. د یادې ولسوالۍ دیني عالمانو او قومي مشرانو د پوهنې له بهیره خپل ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې دوی به د نجونو زده کړو پر وړاندې شته خنډونه له منځه وړي. هغوی په دې ولسوالۍ کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو پای ته رسولو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې دوی به دغه غږ د ممبرونو له لارې خلکو ته رسوي.

یادو دیني عالمانو او قومي مشرانو د هلکانو په څېر نجونې هم د تعلیم حقدارې وبللې او پر والدنیو یې غږ وکړ، چې د زامنو تر څنګ خپلې لوڼې هم ښوونځیو ته ولېږي. غونډې ته د وینا پر مهال یوه دیني عالم وویل، هېڅوک باید د ښځو د تعلیم مخه ونه نیسي او دوی د ممبرونو له لارې دغه مسئله خلکو ته واضح کړې، چې تعلیم فرض دی.

د لوګر د پوهنې ریاست د پوهنې بهیر په ملاتړ او د نجونو د تړل شویو ښوونځیو د بیا فعالولو هڅې چټکې کړي، چې په نژدې ورځو کې به د پوهنې بهیر په ملاتړ او د نجونو د زده کړو پر وړاندې د شته خنډونو د له منځه وړلو لپاره یوه لویه غونډه هم جوړه کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS