د پوهنې وزارت د خدماتو ریاست سرپرست د خپل اړوند ریاست کارمندانو ته ور وپېژندل شو

media-moe
Wed, Sep 14 2022 3:13 PM
dvxcsz

(چهار شنبه،۱۴۴۴/۲/۱۷هـ.ق-۱۴۰۱/۶/۲۳هـ.ش)

د پوهنې وزارت دخدماتو ریاست سرپرست مولوي محمدابراهیم محمد د یاد وزارت د کیفیت د تضمین معینیت د سرپرست الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ریاست کارمندانو ته ور وپېژندل شو.
په یادو مراسمو کې د کیفیت د تضمین معینیت سرپرست په خپله وینا کې د خدماتو ریاست د پخواني رئیس استاد حبیب الله خالد د خدماتو ستاینه او مننه وکړه او نوي سرپرست ته یې د بریا او موفقیت هیله څرګنده کړه. نوموړي یاد ریاست د پوهنې وزارت یو مهم  خدماتي ارګان وباله او یادونه یې وکړه چې د پوهنې وزارت مشرتابه د یاد ریاست د کارونو سمون او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه لري.
د یادونې وړ ده چې د خدماتو ریاست سرپرست به د نوي رسمي رئیس ته معرفي کېدلو پورې د یاد ریاست چارې سنبالوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS