د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین د فاریاب ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
Tue, Oct 25 2022 3:01 PM
1234

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معین الحاج مولوی کرامت الله اخندزاده په مشرۍ هیئت د فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مرکزي جهادي مدرسې، مرکزي دارالایتام، د امام ابوحنیفه رحمه الله او  ابومسلم خراساني له دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په یاد سفر کې د یادو تعلیمي مراکزو له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره نږدې ولیدل، د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل او له خصوصي مدارسو او مرکزي دارالایتام سره یې نقدي مرسته هم وکړه. یادو مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د پوهنې وزارت نصاب باید په ټولو مدارسو په منظم ډول تطبیق او ازموینې دې د ټاکلي مهال وېش مطابق واخیستل شي.
نوموړي په یاد سفر د فاریاب ولایت له والي، مرستیال، د پوهنې رئیس، د ولسوالیو د پوهنې آمرینو، علماوو او مخورو سره هم وکتل او د هغوی وړاندیزونه یې واورېدل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS