په ولایتونو کې د پوهنې فعالیتونه

media-moe
Thu, Oct 27 2022 9:22 AM
فعالیت های مختصر معارف ولایات

پنجشیر او میدان وردګ:
د پنجشیر او میدان وردګو ولایتونو په ښوونځیو کې د لاس مینځلو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
د یادو ولایتونو په ښوونځیو کې چې کومې غونډې جوړې شوې وې. د پوهنې، عامې روغتیا او یو شمېر سیمه ییزو ریاستونو مسوولینو خبرې وکړې، چې هر یو یې د اسلام د سپېڅلي دین له نظره د پاکوالي په ارزښت خبرې وکړې او له زده کوونکو یې وغوښتل، چې په خپل ورځني ژوند کې پاکوالی او د لاسونو مینځلو ته پام وکړي.
لوګر:
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست میاشتنۍ اداري غونډه د لوګر ولایت د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز په مشرۍ جوړه شوه. د دې ولایت د پوهنې رئیس د یوې میاشتې ترسره شوي فعالیتونه یې وڅیړل او د راتلونکو پلانونو په اړه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
دایکندي:
د یونیسف موسسې په مالي مرسته د دایکندي ولایت د ۶۱ ښوونځیو ښوونکو ته د ښوونکو د اغیزمنې ښوونې او زده کړي تر سرلیک لاندې لس ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مفتي رحمت الله مدثر د ښوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې دا ډول پروګرامونه اغېزمن او اړين وبلل او په دې برخه کې يې د يونيسف ادارې څخه د لا زياتې مالي مرستو غوښتنه وکړه.
لغمان:
د لغمان ولایت د سرې میاشتې ریاست د دغه ولایت د پوهنې رئیس شاه جهان ساجد ته د پوهنې په برخه کې د هغه د نه ستړي کېدونکو خدمتونو له امله ستاینلیک ډالۍکړه.
 د لغمان د پوهنې رئیس له پوهنې سره د دغه ریاست له مرستو مننه وکړه او د ستاینلیک په ورکولو یې ورته مبارکي وویله.
نورستان:
د نورستان د پوهنې ریس تاج محمد جاهد د نورستان ولایت د پوهنې له کارکوونکو سره وکتل او د یوې غونډې په ترڅ کې د دوی هڅې او فعالیتونه وستایل.
په دې ناسته کې مسوولینو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه ښاغلي جاهد ته وړاندې کړل، چې د ستونزو په حل کې یې د مرستو ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS