د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
Wed, Mar 22 2023 9:21 AM
د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ له خالد بن ولید، عبدالله بن عباس او د مظاهر العلوم له دارالعلومونو او دارالحفاظونو څخه  ۲۲ تنه د قرانکریم حافظان فارغ شول. او یاد فاضلان د نوموړي ولسوالۍ د پوهنې د مسوولینو، علماوو او د زده کوونکو د والدینو په حضور کې وستایل شول.

د دهدادي ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر د دې ولسوالۍ د پوهنې کارکوونکو ته د ديني درسونو د تدريس په سلسله کې، دا اوونۍ د قيامت د نښو نښانو په باب موضوعات تشریح کړل او ګډونوال يې وهڅول، چې په ټولنه کې د الله ج احکام پلي کړي.

د مارمل ولسوالۍ د قرانطوقي کلي له عثمانیه دارالحفاظ څخه ۴۵ تنه فاضلان فارغ شول. یاد فاضلان د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د پوهنې آمریت د مسوولینو، علماوو او مشرانو په حضور کې وستایل شول
ويناوالو د ديني علومو د زده کړې پر ارزښت او په ځانګړې توګه ځوانانو ته د زده کړې پر اهمیت خبرې وکړې.

د پوهنې ریاست مشرتابه او د دې ریاست ښوونکو، زده کوونکو او مسوولینو د بلخ ولایت د والي الحاج مولوي محمد داوود مزمل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او د دغه شهید روح ته یې دعا وکړه.

د مارمل ولسوالۍ د پوهنې آمر خپلو کارکوونکو ته د دیني درسونو په سلسله کې دا اوونۍ د شفاعت او د شفاعت پر ډولونو خبرې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS