د خوست له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
Tue, Apr 04 2023 12:41 PM
خبرهای معارف ولایت خوست

د خوست ولايت د پوهنې رياست مشرتابه پلاوي د يونيسف او WIFA له سیمه ییزو استازو سره وکتل.
د دغه ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو په وينا، د يادو ادارو له مسوولينو يې وغوښتل، چې خپلې ټولې چارې دشته هوکړه لیکونو سره سم او له پوهنې رياست سره په همغږۍ ترسره کړي.
له بلې خوا د مرستندویو بنسټونو استازو د خوست د پوهنې ریاست له مرستو او د اسانتیاوو د برابرولو له امله مننه وکړه او د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د سیمه ییزو زده کړو د نویو ټولګیو د جوړیدو او همدارنګه د پرمختللو پلانونو په باب معلومات ورکړل.
د خوست ولايت د پوهنې رياست مشرتابه په دغه ولايت کې د پوهنې په برخه کې د مرستندویو بنسټونو د سیمه ییزو دفترونو له استازو سره غونډه وکړه .
په دې کتنه کې د دې ولایت د ښوونې او روزنې آمر خیرګل خیرخواه د یادو ادارو له دوامداره مرستو څخه د مننې ترڅنګ له مسوولینو وغوښتل چې په راتلونکي کال کې په مرکز او ولسوالیو کې خپل ټول کارونه او فعالیتونه له اصولو سره سم ترسره کړي.
له بلې خوا د يادو ادارو استازو د يادې موضوع د منلو پر مهال خپل کاري پلانونه د غونډې برخه والو ته وړاندې کړل او د دغه ولايت د پوهنې رياست له مرستو يې مننه وکړه.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې د خوست ولايت د پوهنې رياست يو شمېر مديرانو او کارکوونکو ته د اداري مسايلو په اړه روزنيز سيمينار جوړ کړ او په دې برخه کې يې هغوی ته د دوو ورځو په موخه زده کړې ورکړې.
 د غونډې ګډونوالو د دغه پروګرام له تنظیموونکو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د اداري اصولو په اړه یې نوي مسایل زده کړل.

د موسی خېلو ولسوالۍ پوهنې آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره ناسته وکړه او له دوی سره یې په ښوونځیو کې د شوراګانو د جوړېدو، د زده کوونکو د کره شمېرې، د ښوونکو د ارزونې او د پوهاوي د پروګرامونو د پیلولو او د نويو زده کوونکو د جذبولو په باب خبرې وکړې.


د خوست ولایت د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو د پوهنې آمریتونو له خپلو اړوندو ښوونځیو څخه څارنه وکړه او د یادو ښوونځیو اداري او تدریسي اسنادونه یې وکتلې.
په دې کتنه کې د يادو شويو موضوعاتو تر څنګ د کارکوونکو لپاره لازمې سپارښتنې هم وشوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS