په کابل ښار کې د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د اسلامي زده کړو سیالي ترسره شوه

media-moe
Thu, Jun 15 2023 8:45 AM
په کابل ښار کې د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د اسلامي زده کړو سیالي ترسره شوه

د ښوونې او روزنې معینیت تر چتر لاندې د زده کوونکو د چارو ریاست له لورې د افغان بسیم مخابراتي شرکت په مالي مرسته د کابل ښار د ٣٢٠ زده کوونکو ترمنځ د اسلامي زده کړو سیالۍ په لاره واچول شوه.
دغه سیالۍ نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې وزارت د مرستیالانو، مرکزي څانګو رئیسانو، افغان بېسیم شرکت د استازو، علماوو، استادانو او د کابل ښار د ښوونځیو د زده کوونکو په ګډون د مرکز ساینس د کنفرانسونو په تالار کې رسما پرانیستل شوې.
په پیل کې د زده کوونکو چارو رئیس، أستاد حبیب الله خالد، مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: په دې سیالیو کې د کابل ښار له هرې تعلیمي حوزې څخه ۲۰ تنو ممتازو زده کوونکو برخه اخیستې ده، چې پوښتنې یې د اسلامي زده کړو په برخه کې د ښوونځي له نصاب څخه چمتو شوې دي.
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین، الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د افغان بېسیم شرکت له مرستو څخه د مننې ترڅنګ له نورو ملي سوداګرو هم وغوښتل تر څو د دا ډول علمي پروګرامونو په پلې کول کې برخه واخلي، له مادي او معنوي پلوه یې ملاتړ وکړي. 
د افغان بېسیم شرکت رئیس، محمد سلیمان خرمي هم  په خپلو خبرو کې د وزارت له پلانونو څخه د ملاتړ په برخه کې د یاد شرکت پر چمتووالي ټینګار وکړ.
له بل لورې زده کوونکو هم د دغه ډول سياليو ترسره کول د خپلو استعدادونو او پوهې په وده کې ګټور وبلل، د دوام غوښتنه يې وکړه.
د يادونې وړ ده چې د زده کوونکو د رقابتي ازموينې د روڼتيا په موخه کې د پوښتنو د صندوق مهرلاک د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي پرانیستل او پر زده کوونکو يې پوښتنې ووېشلې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS