د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د خبرونو لنډیز

media-moe
Tue, Jul 18 2023 3:14 PM
123

 ميدان وردګ

د میدان وردګو ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د ياد رياست له آمرانو او مامورینو سره د ناستې په ترڅ کې د ښځینه زده کوونکو تدریس لپاره د لازمو اسانتیاؤ برابرول، د مرستندویه بنسټونو له فعالیتونو څخه د دوامداره څارنې، د پوهنیزو او مالي چارو بهیر،  د ولسوالیو په تعلیمي مرکزونو کې ديني او اداري  اصولو سره سم د کارکوونکو له دندو څخه څارنه او د استهلاک شوو توکو ترميم او  راټولولو په اړه هر اړخیز تفصيلي بحثونه وشول.

بلخ

د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل د خصوصي ښوونځیو له مسؤلینو سره په کتنه کې د يادو ښوونځیو اداري او تدریسي چارو د ښه والي په اړه خبرې وکړې.
له بلې خوا د خصوصي ښوونځيو استازو خپلې ستونزې او وړانديزونه د پوهنې رياست مشرتابه ته وړاندې کړل او د حل غوښتنه يې وکړه.

پروان

 د سواد زده کړې مرستندویه بنسټ یو شمېر ښوونکو ته روزنیز سیمینار جوړ کړ او هغوی ته یې د تدریس نوي میتودونه ور زده کړل.
 د پروان ولايت د پوهنې رئيس مفتي محمد حسن حقاني د دغه سيمينار د جوړېدو له امله له يادې مؤسسې مننه وکړه او له ګډونوالو يې وغوښتل، چې خپل معلومات له نورو ښوونکو سره هم شريک کړي.

لوګر

 د لوګر ولایت د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز ازرې ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د ښوونځیو له ښوونیزو چارو ليدنه وکړه.
 نوموړي له مسؤلينو، ښوونکو، زده کوونکو او قومي مشرانو سره د ليدنې په ترڅ کې د پوهنيز نظام د ښېرازۍ او پرمختګ په برخه کې د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.

کابل

د کابل ولايت زرغونې لېسې ښوونکو په خپل شخصي لګښت او د ښوونځيو د شوراګانو په ملاتړ د يادې لېسې انګړ جغل کاري کړ.
د يادولايت پوهنې ریاست له ښوونکو د دغه اقدام هرکلی کړی او له نورو مرستندويه بنسټونو يې غوښتي چې د پوهنې په برخه کې ورته فعالیتونه پلي کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS