له ولایتونو څخه د پوهنې فعالیتونو په اړه د څو خبرونو لنډیز

media-moe
Mon, Jul 24 2023 12:37 PM
123

سمنګان

د سمنګان ولايت پوهنې ریاست په لارښوونه د مدارسو د استادانو ۴۰۸ بستونو د بیا کتنې او وېش په موخه مشورتي غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د یاد ولایت سرپرست، علماوو او د پوهنې ریاست مسئولینو د مدارسو لپاره د نويو بستونو د تطبیق او وېش په اړه تفصيلي خبرې وکړې.
د دغه ولايت سرپرست والي مولوي داد خدا خادم د ټولنې په پرمختګ کې د علماوو رول مهم وباله او له هغوى يې وغوښتل، چې له دې فرصت څخه په استفادې سره د هېواد د بچیانو په سالمه روزنه کې هلې ځلې وکړي.
ورپسې د سمنګان ولایت د پوهنې رئیس، الحاج مولوي نصرت الله فیضاني وویل، د اسلامي زده کړو د مرکزونو له ۱۰۰ زره بستونو څخه د دې ولایت د مدارسو لپاره ۴۰۸ بستونه ځانګړي شوي چې له ارزونې وروسته به په يادو بستونو کې وړ کسان وګمارل شي.

پروان

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست څارونکي ټېم د پوهنې ریاست د فعالیتونو د څېړنې په موخه پروان ولایت ته سفر وکړ.
ټاکل شوې چې ياد ټېم به په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې ریاست له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړي او پایلې به یې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.
د پروان ولايت د پوهنې رئيس، مفتي محمد حسن حقاني د څارنې ياد پروګرام د ښوونيزو چارو د چټکتيا او ښه والي لپاره مهم وبلل او د هر راز همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
په دې کتنه کې د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ټېم د یادې پروسې په اړه معلومات وړاندې کړل او د پوهنې ریاست له همکارۍ يې مننه وکړه.

لوګر

د لوګرولايت پوهنې ریاست د ښوونکو ۱۴۰ خالي بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې کړل.
د دې رياست د مسؤلينو د څرګندونو له مخې: په اعلان شويو بستونو کې ښځې هم کولى شي چې نوم ليکنه وکړي او په رقابتي آزموينه کې ګډون وکړي.

تخار

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست څارونکی ټېم د تخار ولایت د پوهنې ریاست د کارونو او فعالیتونو ارزونې په موخه هغه ولایت ته تللی او ټاکل شوې چې په مرکز او ولسوالیو کې د تخار ولایت د پوهنې ریاست اداري او تدریسي چارې وڅاري او خپل کاري راپور د وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS