د لوگر ولایت ۴۸ خصوصي دیني مدرسو ته ۱۲۸ نوي استادان ګومارل کېږي 

media-moe
Sun, Aug 20 2023 10:27 AM
rtyui

د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د ۴۸ خصوصي دیني مدرسو له پاره د ۱۲۸ تنو نویو او رسمي استادانو د ګومارلو  په موخه ازموینه واخیستل شوه. 
دغه ازموینه یوې ځانګړې کمېټې د پوهنې وزارت د هدایت سره سم په تقریري بڼه واخیسته، چې ډېر ژر به یې تحریري ازموینه هم واخیستل شي.  
په دې ازموینه کې ۱۲۸ تنو دیني عالمانو او حافظانو ګډون درلود، چې ټول به یې د یوې رڼې پروسې له لارې د استادانو په توګه وګومارل شي.   
د افغانستان د ا.ا. د رهبری د حکم له مخې د پوهنې وزارت د لوګر خصوصي دیني مدرسو ته د مدیرانو، استادانو او خدماتي کارکوونکو ۷۱۲ نوي بستونه منظور کړي، چې په راتلونکی به هم د ټولو ولسوالیو د خصوصي دیني مدرسو له پاره ورته ازموینه واخیستل شي. 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS